کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښوونه او همغږۍ د یاد ولایت په افغان ساپي کلب کې د څلورو کلبونو د ۲۰ جوړو ورزشکارنو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې..
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي دا سیالۍ، چې موخه يې د راتلونکو منتخبه سیالیو لپاره چمتووالی و، د یاد ولایت د سپورټ ادارې پر مسئولینو سربېره، د سوک وهنې فدراسیونو مسئولینو او ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
یاده دې وي، چې د د دې وستانه سیالیو په ورستیو کې ورزشکارانو ته د هڅونې په موخه ستاینلیکونه هم ورکړل شول.