امنیت

په روزګان کې د تورو ښېښو د پاکولو کمپاين پيل شو

ترينکوټ باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له تېرو درو ورځو راهیسې د ښار په واټونو کې د تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد کمپاین پیل شوی دی.
د امنیتي مسؤلینو په وینا تر اوسه پورې د دغه لړۍ په ترڅ کې د نظامي موټرو په ګډون د لسګونو تورو ښیښو لرونکو نقلیه وسایطو ښیښې پاکې شوې دي.
د روزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر سمونیار عبدالقوي عمري باختر اژانس ته وویل چې په ترینکوټ ښار کې د تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد دغه کمپاین درې ورځې مخکې پیل شوی او لا هم دوام لري.
عمري زیاتوي چې دغه کار به د امنیت په ټینګښت کې مثبت رول ولوبوي.
د عمري د څرګندونو له مخې: دغه راز يې هغوکسانو ته هم چې موټرونه پلوري، لارښوونه کړې چې د تورو ښېښو د موټرو له راواردولوڅخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د تورو ښېښو لرونکو موټرو په ضد کمپاينونه شوي او بې پايلې پای ته رسيدلي ، خو دا ځل امنيتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به په ښارکې د تورو ښېښوهیڅ ډول موټرو ته اجازه ورنه کړي چې د ښار په واټونوکې تګ راتګ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته