کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
پوځیان وایي چې په ننګرهار کې یې د دوو ځانمرګو بریدونو مخه نیولې ده.
دوه ځانمرګي واسکټونه له کنټرولي دستګاوو سره یې چې ټاکل شوې وه د هغو په واسطه د شینواري ولسوالۍ په ګڼ مېشتو سیمو کې بریدونه وشي، تېره شپه د پوځیانو لاس ته ورغلل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې یرغلګرو نیت درلود له دغو واسکټونو څخه د شینوارو ولسوالۍ کې په ګڼ مېشتو سیمو کې دوه ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، خو بریالي نه شول.
د دغه تروریستي قصد په اړوند څوک نه دي نیول شوي او وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده