سیاست

حامدکرزى : دافغانستان خلکو ته امنيت تامين نه شو .

کابل باختر د لړم ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دمشورتي لويې جرګې دپرانستلو په مراسموکې په خپلې وينا کې يوځل بيا طرحه کړه چې لاتر اوسه پورې په افغانستان کې امنيت  نه دى تامين شوى او خلک په بې امنۍ کې شپې سبا کوي
دباخترآژانس دخبر له مخې :  دافغانستان جمهور رييس په دې وينا کې په افغانستان کې دلنډ مهالې ادارې دجوړيدو له پيل څخه تراوسه پورې ددغه هيواد د اوږد سفر په باره کې  رڼا  واچوله دنظام ځينې  برياليتوبونه  يې په ګوته کړل خو ويې  ويل  هغه څه چې دافغانستان خلک پرې نه دي بريالي شوي  امنيت دى او لاتراوسه پورې  دافغانستان خلک په بد امنۍ کې شپې سباکوي .
جمهور رييس دغه راز وويل :  چې دتيرو کلونو په بهيرکې يوشمير کسان دتروريستانو له خوا اويو شمير هم دبهرنيانو له خوا له  ډار اچونې سره دمبارزې په نامه بريدونوکې وګواښل شول او دخلکوپه کورونو بريدونه  وشول .
جمهور رييس دا لومړى ځل نه دى چې طرحه کوي چې دامنيت په برخه کې  د ډار اچوني پرخلاف جګړه کې کوم برياليتوب نشته .
دا لومړي ځل نه دى چې د ډار اچوني په نامه جګړه کې دملکي وګړو د وژل کيدو له
مسئلي  سره اړيکې نيول کيږي بلکې په هر وخت او زمان کې دناټو او دډاراچونې پرخلاف دجګړې دمتحدينو په وړاندې سخت عمل ښودل شوى دى  او دغه غبرګونونه  کله کله هم دناټو او امريکا ترمنځ داړيکو دسختې خړ پړتيا سبب شوي دي .
په هر صورت که چيرې  ناټو او د ډار اچونې  پرخلاف دجګړې  متحدين له پيل څخه دحامدکرزي په مشرۍ  دنظام دقيقو سلامشورو ته متوجه  شوي واى نن به افغانستان  او د ډار اچوني پرخلاف دجګړي متحدين ستر برياليتوبونه  لرل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته