
په ننګرهار و لايت کې پرون د قلعه ميرزا دليسې دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره پرون ددغه ولايت دپوهنې دمسوولينو له خوا کيښودله شوه .
دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې دغه ودانۍ دجاپان دجايکا موسسي په مرسته ددوه سوه اتيا زرو امريکايي ډالرو په ټول لګښت په دوو پوړونوکې په شپږو مياشتوکې جوړيږي .
په دغي ودانۍ کې له ټولو ملحقاتو سره يې دولس درسي او څلور ادارۍ خونې په پام کې نيول شوي دي .