خبرونهاقتصادټولنه

په میدان وردګو کې ۴۵۱ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخند زاده د یوه پلاوي په مشرۍ په میدان وردګ ولایت کې د ۳۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۴۵۱ پروژو پرانیسته وکړه.

د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست سربېره د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون کړی و.

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د پرمختګ او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یادې پروژې مهمې وبللې او ویې ویل‎‎‎‎، چې اسلامي امارت د هېواد آبادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او دا خپل مسؤلیت ګڼي چې په هېواد کې ټولګټې پروژې پلې کړي.

ملا محمد یونس اخندزاده د خصوصي موسسې له مسوولینو وغوښتل چې ټولګټې پروژې په ټولو ولایتونو کې په شفافه او عادلانه توګه پلې کړي

ورته مهال د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي وحیدالله راشد وویل، چې د اکټېد موسسې له خوا د مرکز میدان ښار، جلرېز او لومړۍ حصه بهسود ولسوالیو کې د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت۴۵۱ کوچني پروژې چې په کې د سړکونو بیارغول او جغل اچول، استنادي دېوالونو، پلونو او پلچکونو رغول او بیارغول، د کانالونو، حوزونو او د پاکو اوبو شبکو بیا رغول او جوړول او دې ته ورته نورې پروژې شاملې دي

یاده دې شي چې د یاد ولایت سپین ږيري او قومي مشرانو له مسوولینو د مننې ترڅنګ د اوبو مدیریت او انډولیز پرمختګ په پام کې نیولو سره د نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته