امنیت

د طالبانو دوه تنه قوماندانان د بې پيلوټه الوتکو په بريدکې ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٨
په کونړ ولايت کې د ناټو د جنګي الوتکو په بريد کې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : د ناټو بې پيلوټه جنګي الوتکو پرون د دغه ولايت د غازي آباد د ولسوالۍ په درين دره کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو بريدونه وکړل چې له امله يې د دغې ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې دغو قوماندانانو په قاضي آباد ولسوالۍ کې په زياترو ورانکارو او تروريستي فعاليتونوکې کارنده ونډه لرله چې د هغوى په وژل کيدو سره به په دغه ولايت کې په امنيتي حالت کې مثبت بدلون رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته