خبرونهروغتیاښوونه او روزنه

په میدان وردګو کې ۲۵ قابلو فراغت لیکونه ترلاسه کړل

کابل، غبرګولي ۹ مه، باختر

په میدان وردګو کې د عامې روغتیا ریاست اړوند د قابلو له انسټېټیوټ په نهمه دوره کې ۲۵ قابلې له دوه نیم کلنو مسلکي زده کړو وروسته د ۱۴ په سویه فارغې شوې.

د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک په  فراغت غونډه کې وویل، چې تر دې دمه ۲۳۰ مسلکي قابلې لري، چې ۱۵۰ یې په دندو ګومارل شوې دي.

ځېرک زیاته کړه، وړاندې تر دې په یو کال کې په سلو زرو ناروغانو کې ۱۶۰۰ ناروغان مړه کېدل، چې اوس د دغه مړینې کچه ۶۰۰ ته راښکته شوې ده.

ده دغه راز له سویډن کمېټې مننه وکړه، چې دوی ته یې د دیني او کلتوري ارزښتونو مطابق د معیاري زده کړو زمینه برابره کړې، رییس قابلو ته ډاډ ورکړ، چې دوی ته به د لېسانس تر کچې د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

په همدې حال کې د دغه انستېټیوت استادې او په عامې روغتیا ریاست کې د دغې برخې مسوولې ډاکټرې روشن وردګ په ټولنه کې د قابلو په ارزښت او وظایفو خبرې وکړې، هغه وویل، چې اوس په دغه برخه کې ټولنې ته د خدماتو عرضه معیاري شوې؛ خو شته قابلې بسنه نه کوي، په خبره یې، د دغه انسټېټیوت له برکته د غیرمسلکي قابلو پر ځای په روغتونونو کې مسلکي قابلې ګومارل شوې دي.

په ورته وخت کې د سویډن کمېټې د روغتیا برخې مسوول، ډاکټر پردېس وویل،  چې د دوه نیمو کلونو په لړ کې د هرې قابلې په روزلو تر لس زرو زیات امریکایی ډالر لګښت راغلی. نوموړي نویو فارغ شویو قابلو ته په خطاب کې وویل: « ستاسو د راحت ورځې ختمې او د مسوولیت ورځې شروع شوې؛ کوچنۍ تېروتنه مو د یو چا د مړینې او کوچنۍ پاملرنه مو د یو د چا د ژوند سبب کېدای شي».

په پای کې هرې فارغې شوې قابلې خپل مسلک ته د ژمنتیا په پار د سوګند مراسم ترسره کړل.

د یادونې وړ ده چې په میدان وردګو کې دغه انسټېټیوټ د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ په ۲۰۰۴ کال کې فعالیت پيل کړی، چې په نهو دورو کې یې ۲۳۰ قابلې ټولنې ته د خدمت په پار وړاندې کړې او په افغانستان کې د مسلکي قابلو شمېر ۳۷ زرو ته رسېږي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته