خبرونهټولنهروغتیا

په لوګر کې ۲۸ ټنه تېر تاریخ خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول شوي دي

کابل، د کب ۶مه، باختر

د لوګر ولایت د خوړو او درملو ادارې له لوري ۲۸ بېلابېل تاریخ تېر او بی کیفیته توکي د پل علم ښار څخه راټول او ضبط شوي دي.

د لوګر د خوړو او درملو ادارې د مطبوعاتو مسؤل منیر جویا وایي، چې تېر یو میاشت کې د دې ولایت د خوړو او درملو آمریت له خوا د ۳۴۶ بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۴۴۲ کارتنه درمل او ۱۲۷۹ قلمه تېر تاریخ او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شوي دي.

همداراز جویا زیاته کړه چې په یادو تاسیساتو کې ۱۱۲ درملیز، ۲۰۷ خوراکي او ۴۳ د ارایشي توکو پلورنځي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري ۵ تڼه خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته