نړۍ

دفرانسې او بريتانيا مشرانو ژمنه وکړه چې دسوريې ددولت له مخالفينو سره مرسته کوي .

لندن  باختر دسلواغي نهه ويشتمه

  دفرانسې جمهور رييس نيکولاي سار کوزي او دبريتانيا صدراعظم ديويد کامرون په پاريس کې  له کتنې وروسته دبشارالاسد  له مخالفينو څخه وغوښتل چې ځان متحد اومنظم کړي .

  سارکوزي  دغه راز ويلي دي چې په سوريه کې دبهرني لاس وهنې زمينه برابره نه ده .

  له دې سره جوخت په سوريه کې  فعالينو ويلي دي چې امنيتي ځواکونو دحمص ښار په مرکزي  سيمو کې  ډزو ته دوام ورکړي دي .

  دسوريې  دحکومت يوې مخالفې ډلې ويلي دي چې په حمص ښار کې  پروني بمباري  اوبريدونه په تيرو يوولسو ورځوکې ډير  سخت وو  دملګروملتو دسازمان عمومي اسامبلي په غوڅ  اکثريت  سره دعربو اتحاديې دپلان په ملاتړ دسوريې پرخلاف يو غير الزامي پريکړه ليک تصويب کړى دى  په دې پلان کې دعربو اتحاديې غوښتي  دي چې بشارالاسد  دسوريې دجمهوري رياست له مقام څخه ګوښه شي .

 چين او روسيې ددغه پلان پرخلاف رايه ورکړه او هغه يې  رد کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته