خبرونهټولنه

په لوګر کې د برکي برک ولسوالۍ د ټولنیز مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د کب ۱۵ مه، باختر

د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ د ټولنیزمرکز ودانۍ د څه باندې ۴ میلیونه ۷ سوه زره افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خېل د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد مرکز ودانۍ د برکي برک ولسوالۍ د باد روغني حوزې په سیمه کې پر ۶۶۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې د UNHCR موسسې په مالي ملاتړ او د ACHRO موسسې له لوري د ۴ میلیونه ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت په باخه او اساسي توګه په ۶ میاشتو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته