سیاست

د بهرنيو چارو وزارت لومړنى ميلمستون پرانستل شو

کابل باختر د  مرغومي  شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت سفير ليوجنسانک پرون د بهرنيو چارو وزارت ميلمستون په رسمي ډول پرانست .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ،  رباني د روان کال د غويي په مياشت کې  د يو زرو اووه سوه شپږ اويا مربع متره ځمکې په ساحه کې  د دغه ميلمستون  د بنسټ ډبره کيښوده، چې شپږ سوه مربع متره يې د دوه پوړيزې او د سمبالې تلخونې لرونکې ودانۍ جوړولو ته ځانګړې شوې وه.
دغه ميلمستون د چين د ولسي جمهوريت په مرسته او ديو مليونو درې سوه اوو څلويښتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د بهرنيوجګپوړو ميلمنو د هرکلي په خاطر دکابو اتو مياشتو په بهير کې جوړه شوې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته