خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په لوګر کې دوه سوه شپږ څلویښتو تنو ښوونکو ته د استوګنې نمرې وویشل شوې

٣- پل علم/ د سلواغۍ / ۸/ باختر
د لوګر په مرکز کې پرون ٢٤٦ ښووونکو ته د استوګنې نمرې وویشل شوې .
د لوګرد پوهنې ریا ست ویاند شاهپور عرب د باختر اژانس خبریال ته وویل چې ښوونکو ته د استوګنې د نمرو د ویشلو په دوام دا ځل د لوګر د مرکز پل علم د شیر دروازې په سیمه کې د ښوونکو په ښار ګوټي کې ٢٤٦ ښوونکو ته د استوګنې نمرې وویشل شوې .
هغه زیاته کړه چې د ښوونکو ښار ګوټی ٣٥٠ جریبه مساحت لري چې په کې کلینيک ، ښونځی ، جومات ، سړک او تفریحي پارک په پام کې نیول شوی دی .
هغه زیاته کړه چې مخکې له دې هم په دغه ښار ګوټي کې ٧٥٠ ښوونکو ته د استوګنې نمرې ویشل شوې وې .
د یادونې وړ ده چې مخکې هم د ښوونکي په ښار ګوټي د بره کي برک ، خوشي او محمد اغې په ولسوالیو کې ١٠٦٥ تنو ښوونکو ته د استوګنې نمرې ویشل شوې وې .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته