سیاستTOP

د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ښه والي او اصلاحي طرحې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د فعالیتونو د اصلاح او ښه والي مشورتي طرحه د بحث پر مهال وارزوله.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د سترې محکمې، د عدلي او قضایي مرکز او کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو ریاست مسوولینو د یادې مشورتي طرحې، د عدلي او قضايي مرکز د اصلاح او درنو جرمونو ریاست د فعالیتونو په اړه د خپلو معلوماتو راپور له جمهوررییس سره شریک کړ.
وروسته یاد وړاندیزونه او ننګونې وارزول شوې او پرېکړه وشوه چې اړوند ارګانونه دې د خپلو فعالیتونو او چارو تفصیلي راپور په درېو اوونیو کې د حکومت رهبري ته وړاندې کړي.
غونډې یادو مراجعو ته لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضايي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه د پایلو او حکومت رهبري د لومړیتوب په تناسب چې په پراخه په ځانګړي ډول په لوړه سطحه له فساد سره جدي مبازره ده، خپل وړاندیزونه وکړي.
په غونډه کې ټینګار وشو چې د عدلي او قضایي مرکز فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړل شي او د پولیسو او لوی څارنوالۍ په جوړښت کې دې بنیادي ستونزه اصلاح شي. همدا راز دې د قوانینو تطبیق چټک او د قضایاوو د ثبت او تعقیب په برخه کې منظم سیستم رامنځته شي.
جمهوررییس غني لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضایي سیستم د پیاوړتیا او د قضائیه قوې او لوی څارنوالۍ ترمنځ د ګډ لیدلوري د ایجاد لپاره باید تحصیلي نصاب اصلاح او د قوانینو د احکامو په رڼا کې دې د شرعیاتو او حقوقو محصلینو ترمنځ ګډ لید رامنځته شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته