کابل باختر د وري دمياشتې ١٩ :
اته څلويښتو تنو ځوانو نجونو او هلکانو د لوګر ولايت د حرفوي زده کړې له مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دغو نجونو او هلکانو د خياطۍ، ترکاڼۍ، فلزکارۍ، کپي کشۍ او د موټرو د ترميم په برخوکې زده کړې کړې دي.
د لوګر ولايت وياند سليم صالح دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه روزنيز پروګرام د ځوانانو د ځواکمنۍ او د هغوى ته د کار موندلو لپاره د (آى- آر- سي) بنسټ له خوا پيل شوى و.
په دغو فارغانو د څه د پاسه يومليونو افغانيو په ارزښت د کار وسايل هم ويشل شوي دي.
په همدې حال کې د( آى آر سي) بنسټ مسوولين وايي چې د ځوانانو د ځواکمنۍ د کچې د لوړولو او د غوى د اقتصاد د ودې لپاره به د دغه پروګرامونوجوړول دوام ومومي.
0 1 دقیقه لوستل