سیاستTOP

جمهورريیس غني د تاجکستان او جاپان د نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل

٢١- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د تاجکستان د نوي سفیر سعدي شریفي او د جاپان د نوي سفیر تکاشي او کاډا باور لیکونه د جلا جلا تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومنل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني د تاجکستان نوي سفیر ته د ښه راغلاست او په دغه نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه او د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو او د همکاریو د لا پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د تاجکستان نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي څرګنده او ژمنه وکړه چې د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو او همکاریو د لا پراختیا لپاره به هلې ځلې وکړي.
جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او جاپان تاریخي اړیکو ته په اشارې یې وویل، د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د تاریخي دوستانه اړیکو له امله جاپانیان د افغانانو په زړونو کې ځای لري.
د هیواد جمهورريیس په تېرو نولسو کلونو کې د افغانستان له خلکو، امنیت ، ثبات او انکشافي پروژو څخه د جاپان هیواد د ملاتړله امله مننه وکړه.
د جاپان سفیر وویل، افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښ دی او جاپان به تل د افغانستان خلکو او دولت سره وي. هغه زیاته کړه، جاپان د افغانستان د سولې پروسې، ثبات او انکشاف ټينګ ملاتړ کوي او په جنیوا کنفرانس کې یې هم د افغانستان د ودې اوانکشاف لپاره خپلې ژمنې تازه کړې.
جمهورريیس غني وویل، په افغانستان کې د کانونو، کرنې او نورو برخو کې د پانګونې فرصتونه شته او باید د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه اقتصادي همکارۍ لا زیاتې شي.
د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر وویل، هیواد یې د جمهورريیس غني د سیمه ییز اتصال او اقتصادي همکارۍ د لیدلوري کلک ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ به ټینګ ولاړ وي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته