خبرونهټولنهټکنالوژي

په لومړي ځل لوی پامیر کې مخابراتي شبکو فعالیت پیل کړ

کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر

له کوچني پامير وروسته د بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ په لرې پرته سيمه (لوی پامير) کې هم د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې په فعاليت پيل وکړ.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د پاميرونو او واخان سيمو وګړي د روغتيا، زده کړو او نورو عامه خدمتونو ترڅنګ له نورو بشري مرستو څخه هم برخمن شوي دي.

پاتې دې نه وي چې له يادې سيمې څخه د چين تاريخي ورېښمو لاره هم تېريږي چې د اسلامي امارت کابينې يې د جوړولو پرېکړه تصويب کړې او دغه راز لوی پامير ته په لومړي ځل د لارې جوړولو لپاره ثقيله ماشينري سيمې ته انتقال شوې.

د يادوني وړ ده چې تېر کال يادې سيمې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري سفر پر مهال د سيمې اوسېدونکو د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ د مخابراتي شبکو د فعاليت غوښتنه هم درلوده چې د مخابراتو وزارت له لوري يادې سيمې ته د سلام دولتي مخابراتي شرکت پايې انتقال او نور خصوصي شرکتونه يې هم هڅولي چې د هېواد ملي پارک واخان تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته