خبرونهاقتصاد

په لغمان کې سربندونه او کانالونه جوړېږي

 کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک اداره د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې سربندونه او کانالونه جوړوي.

د هېواد په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک اداره (FAO) غواړي د لغمان په مرکز مهترلام او پنځه ګونو ولسوالیو کې د سربندونو، کانالونو او ډنډونو جوړولو سربېره، بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او حیواني سرې ووېشي.

د یادې ادارې مسؤل خوشحال عاصفي نن د لغمان له والي قاري ذین العابدین سره په کتنه کې ویلي، پلان لري چې په راتلوونکي کې د ډنډونو او کانالونو جوړولو سربېره پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او حیواني سرې ووېشي.

په همدې حال کې د لغمان والي په ختيځ کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې(FAO ) له مسؤل څخه وغوښتل، چې د لغمان لپاره بنيادي پروژې منظورې کړي، چې له يوې خوا د خلکو ستونزې راکمې شي او له بلې خوا ورته کاري فرصتونه برابر شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته