ټولنه

دپنجشير د درې ولسوالۍ خلکو ددغې ولسوالۍ د سړک د ترميمولوغوښتنه وکړه

کابل باختردزمري څليرويشتمه :

دپنجشير ولايت د درې د ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي د دغې ولسوالۍ د سړک  د ترميمولو دکار دځنډولو له امله شکايت کوي . د درې د ولسوالۍ د عمومي واټ څو برخې د روان کال دثور په مياشت کې د سيلاونو او د اوبو د څپانده کيدو له امله ويجاړ شوي دي .

 دباخترآژانس دخبر له مخې: سره له دې چې په پارلمان کې د پنجشير دخلکو د استازو او دکليو دبياجوړولواو پراختياوزارت دمشرتابه له خوا دسيمې خلکوته ددغه سړک دبياترميمولو ژمنه شوې وه؛ خو تراوسه پورې په دې برخه کې کار نه دى شوى .

 دکرامان دکلي اوسيدونکى محمد صابر دانشجو وايي: نږدې پنځه مياشتې کيږي چې دکرامان داتوکليواودعبدالله خيلو د درې د اووکليو مواصلاتي لاره له مرکز سره تړل شوې وه او ددغو کليو اوسيدونکي پلي او دڅارويو په واسطه دخپلو ضروري توکو په ليږدولو لاس پورې کول .

 په همدې حال کې د درې ولسوال سهراب خان ددغې ولسوالۍ د اوسيدونکو دخبرو دتاييدولو په ترڅ کې وويل چې په پيل کې د اوبو دسطحې د لوړوالې له امله د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دسړک د ترميمولو کار بند کړ، خو زيات وخت کيږي چې اوبو لږې شوې دي، خو د سړک دبيا ترميمولو کار نه دى پيل شوى.

 دباخترآژانس خبريال په کابل کې د رخصتۍ له امله ونه شو کړاى د چارو له مسوولينو سره اړيکه ونيسي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته