خبرونهامنیت

په لغمان کې د ۵ مهمو غړیو په ګډون ۱۶طالبان ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر

د ملي دفاع وزارت وايي چې د لغمان په بادپښ او الیشنګ ولسوالیو کې د ۵ مهمو غړیو په ګډون ۱۶وسله وال طالبان وژل شوي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ګډو افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ تېره شپه د لغمان په بادپښ او الیشنګ ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې په بریدونو کې د یاد ولایت لپاره د طالبانو د پوځي مسوول عبدالواحد، مالي مسوول عزت الله، مهم قومندانان مولوي بغلاني، قهار او خیبر په ګډون ۱۶ طالبان وژل شوي او د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي قاري زین العابدین او د یادې ډلې کلیدي قومندان شکرالله په ګډون ۱۸ نور یې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته