ټولنه

د سالنګ لويه لاره د ټولو وسايطو پرمخ تړلې ده

-کابل / د سلواغې٢٤مه/ باختر
د سالنګ لويې لارې مسوولين وايي چې دغه لويه لاره د واورې ښوييدنې له امله  د ټولو وسايطو پرمخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست انجنير عبدالظاهر محمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په جنوبي سالنګ کې په وروستيو٢٤ساعتوکې د ٧٠ سانتې متره په پرېړوالي واوره شوې ده او د واورې ښوييدنو احتمال هم شته او په شمالي سالنګ کې له توپان سره د واورې اورښت همدا اوس دوام لري.
هغه زياته کړه: د اټکل له مخې؛ تر سبا د هوا حالات همدغه شان دوام مومي او تر هغه وخته پورې چې د واورې اورښت ونه درېږي؛ توپان کمښت ونه مومي او د واورې ښوييدنې خطر لرې نه شي؛ د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
د سالنګونو مسوولين له هېوادوالو او چلوونکو څخه غواړي: تر هغه وخته پورې چې د هوا حالات ښه نه شي؛ په دې لويه لاره کې دې له تګ راتګ څخه ډده وکړي.
ختم – سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته