کابل / د چنګاښ ۳۰ / باختر
قندهار په تېرو ۲۴ ساعتو کې د پوځيانواو طالبانوترمنځ د خورو ورو نښتو ډګر و.
پوځيان وايي چې په دغو نښتو کې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نورټپیان شول.
دغه نښتې د قندهارښاراو د ارغنداب او د ډنډ ولسواليو په مربوطاتوکې نښتې شوې دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې په دغو جګړو کې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نورټپیان شول.
طالبان په دې اړه څه نه دي ویلي.
-ع