کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر
د کار په بدل کې د خوراکي توکو د ورکړې پروګرام په آډانه کې د فارياب په مرکز او ولسواليو کې ٢٢ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شوه.
د فارياب والي قاري حفيظ الله پهلوان دغه پروګرام ارزښتناک وباله او د دغه شان پروګرامونو د دوام ډاډ یې ورکړ.
دغه راز د فارياب د کرنې رييس وويل چې په دې پروګرام کې د فارياب د مرکز ميمنې ښار او د دغه ولايت د ولسواليو ٢٢ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
هغه زياته کړه په دې پروګرام کې پرهرکارګر هره ورځ ١٠ کيلوګرامه غنم وېشل کيږي
\ ذ