سیاست

د ټکرونو پر ځای تدبیرونو ته اړتیا ده

کابل / د کب ۶ مه/ باختر
له بده مرغه افغانستان له څو ورځو راهیسې له یو ستر بحران سره مخ شوی دی. ځینو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلامولو پرخلاف غبرګون ښودلی دی او اوس د دغه غبرګون لمن پراخه شوې ده او هېواد یې له نوي سیاسي بحران سره مخ کړی دی.
دا نوی سیاسي بحران په داسې وخت کې راټوکېدلی چې که هر څه له ټاکلي پروګرام سره سم پر مخ لاړ شي، نو امریکایان او طالبان د فبروري پر ۲۹ مه د سولې موافقه لاسلیک کوي. په دغه راز حالت کې هر ډول بحران د افغانستان په زیان دی. په اوسني خورا کړکېچن پړاو کې د مقابلو لوریو ترمنځ د ټکر او تصادم وخت نه دی، بلکې د همکارۍ او د یو بل د منلو وخت دی.
د باختر آژانس مفسر همدا موضوع څېړلې ده او لیکي:
سولې ته د رسېدو لپاره ډېر ښه فرصت برابر شوی دی، خو که اوسنی سیاسي بحران حل نه شي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روان کړکېچ او سیاسي تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي، نو دا ویره شته چې خدای مه کړه دا ښه فرصت له لاسه ووځي او د سولې لپاره د افغانانو هیلې له خاورو سره خاورې شي.
دا د انسان فطري ځانګړنه ده چې په احساساتي حالت کې د عقل او منطق پر بنسټ پرېکړه نه کوي، د قضایاوو ټول اړخونه په پام کې نه نیسي او احساساتي پرېکړې کوي. د افغانستان اوسنی خورا ترینګلی حالت د احساساتي پرېکړو د زغم وس او توان نه لري.
اوس د ټکر او تصادم وخت نه دی، اوس یو بل ته د زور ښکاره کولو وخت نه دی، اوس پر یو بل د ځان د لوړ بللو وخت نه دی، اوس له صحنې د یو بل د ایستلو وخت نه دی او اوس د یو بل د ګوښه کولو او یا هم شړلو وخت نه دی؛ اوس د همکارۍ وخت دی، اوس یو بل ته د غېږې پرانیستو وخت دی، اوس یو بل ته د لاس ورکولو وخت دی، اوس په یو ګډ ملي سنګر کې د درېدو وخت دی او اوس له اوسني کړکېچه د هېواد د ایستلو لپاره د ګډ کار وخت دی.
هغوی چې د ټکر او تصادم لاره یې غوره کړې ده؛ په حقیقت کې نه غواړي چې دا هېواد له کړکېچه ووځي، نه غواړي چې جګړه پای ومومي، نه غواړي چې د سولې له اوسني فرصته ښه ګته واخیستل شي.
د افغانانو هیله او تمه دا ده چې ټول لوري د ملي ګټو پر چورلیز او محور سره راټول شي. داسې موضوع نشته، چې هغه دې په نافذو قوانینو کې وضاحت ونه لري او همدارنګه داسې موضوع نشته، چې هغه دې د خبرو له لارې د حل وړنه وي. که ټول لوري صداقت ولري، ملي ګټو ته ژمن وي او پر خپل ولس او هېواد یې خوا بدېږي؛ نو باید له ټکر او تصادمه ډډه وکړي او یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړي او ټول په ګډه پر داسې تدبیرونو فکر وکړي چې اوسني کړکېچ ته پای ورکولی شي، نظام ژغورلی او پياوړی کولی شي، ارزښتونه خوندي کولای شي او سوله بسیا کولای شي.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته