کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٨
په فارياب ولايت کې شپږ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې. په دغو پرمختيايي پروژوکې د ټولنيزو مرکزونو د دوو ودانيو او د دريو پلګيو جوړول، د څښاک د روغتيا اوبو د يوولسو څاګانو کيندل او په هغو دلاسي بمبو درول، د بريښنا د يو ترانسفارمر له درولو سره، د پنځه زره څلور سوه شلو مترو په اوږدوالي د ښاري بريښنا د شبکې محصول او د دوه سوه نوي مترو په اوږدوالي د يوه محافظوي ديوال جوړول شته .
د فارياب ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې په دې وروستيو وختو کې په پاخه او اساسي ډول د فارياب ولايت د شيرين تګاب او دولت آباد ولسواليو ګورلمه ښار د رانجي په فاميليو ، نظير آباد، قره چه او زاړه بازار په کليوکې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه پروژې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا د څه ناڅه اتو مليونو افغانيو په لګښت بشپړې په پنځو کليوکې څه ناڅه يو زرو پنځه سوه کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .
د يادونې وړ ده چې يو زرو يو سلو اووه څلويښت کلي د ملي پيوستون د پروګرام تر پوښښ لاندې نيول شوي او تراوسه پورې د دوه زره شپږ سوه شپيته پروژې يې په بېلابېلو برخو کې د خلکو په سلوکې دلسو په ونډې سره بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي او نهه سوه نورې پروژې ترکار لاندې دي.
0 1 دقیقه لوستل