اقتصاد

په غزني کې دلاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو

کابلباختردکب ٢٥ مــــــــــــــــــــه

په غزني ولايت کې دلاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو

دغه نندارتون دغزني ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا ددريو ورځو لپاره جوړ شوي دي

مسولين وايي چې په دې نندارتون کې دپنځلسو ښځو اودپنځو تنو نارينه و لاسي محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي

غالي، دفرش پرمخ تصويرونه اودمري ګنډلو محصولات په دې نندارتون کې دايښودل شويو اثارو له جملې څخه دي

دغزني ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس حميد الله سروري باختر اژانس ته وويل چې دغه نندارتون د٢٠١٣ کال په وياړ چې د ايسسکو له خوا دغزني تاريخي ښار داسلامي ثقافت دپايتخت په تو ګه نو مول شوي دي ، جوړ شوي دي

ده وويل چې دوى د٢٠١٣ کال لپاره دغزني د نارينه و او ښځو دلاسي صنايعو دبرابرولو ترڅنګ ، هلې ځلې کوي چې دغو محصولا تو بازار ومو مي

د افغانستان د غزني ښار په خپل لرغونيې او ارزښتناک تاريخ سره ، تل دسترو تمدنونو ډګر دي

دغه ښار په دې وروستيو وختو کې دايسسکو دسازمان له خوا د٢٠١٣ م کال لپاره داسلامي ثقافت د پايتخت په نا مه و نو مول شو

ټا کل شوې ده په دې کال کې د اسيايي هيوادونو دفرهنګ د وزيرانو دغونډي دجوړيدو ترڅنګ يو زيات شمير ګرځندويان اوبهرني ميلمانه دغه ښار اودهغه تاريخي واټونه وګوري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته