خبرونهاقتصادټولنهټکنالوژي

په غور کې ۱۶ نوي مخابراتي انتنونه فعال شوي

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د ۱۶ نویو مخابراتي انتنونو د فعالېدو او همدا راز د ۱۹ نورو ساحو د سروې د پیل خبر ورکوي.
د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس مولوي محمد يوسف راهنما د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوى د مخابراتو وزارت په همکارۍ او همغږۍ په دغه ولايت او ولسواليو کې د سلام، اتصالات او افغان بسيم شرکتونو په ګډون ١٦ مخابراتي انتنونه فعال کړي دي.
د هغه په وينا، د دې ولايت په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې د مخابراتي انتنونو د نصبولو لپاره ۱۹ نورې سیمې هم سروې شوې او په راتلوونکي کال کې به يې د فعالولو چارې پيل شي.
نوموړي زیاته کړه چې په راتلوونکي کال کې د ١٩ سروې شويو سايټونو په فعالولو سره به د دغه ولايت ۵۰ سلنه خلک له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته