ټولنه

دنشه يي توکو په زيانونو دپوهاوي په مقصد په ميدان وردکو کې غونډه جوړه شوه.

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دنشه يي توکو په زياتونو دپوهاوي په مقصد دميدان وردکو ولايت د ديني عالمانو او د دولتي مسوولينو په ګډون، نن په دغه ولايت کې يوه غونډه جوړه شوه .
دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې دميدان وردکو ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې د رييس انجنير ذبيح الله فضلي دڅرګندونو له مخې: په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د توليدونکو بوټو کرکيله صفر شوې ده؛ خو په نشه يي توکو د روږدو کسانوشمېر د هرې ورځې په تيرېدو سره زياتيږي .
ده زياته کړه چې دنشه يي توکو دکرکيلې دصفر کيدو په خاطر له نشه يي توکو سره دمبارزې د چارو وزارت يو مليون ډالره بيل کړى دى چې د قومي مشرانو او دبزګرانوپه سلا مشوره به په هغو پروژو کې ولګول شي چې په پام کې دي .
دغه راز په پام کې دى چې د روږدو کسانو د درملنې په خاطر په دغه ولايت کې يو شل بستريز روغتون جوړ شي .
دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دچارو وزارت استازى قاضي حشمت الله وويل: دنشه يي توکو او مسکراتو کارول نه يواځې ددغه ولايت بلکې دګاونډيو ولايتونو دخلکو ژوند ته هم زيان رسوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته