خبرونهاقتصادټولنه

په غور کې پر ۹۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

کابل، د سلواغې ۲ مه، باختر

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پر۹۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وویل، په شهرک ولسوالۍ کې د افغان اېد موسسې له لوري پر ۹۰۰ بزګرانو کیمیاوي سرې او د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي، چې په کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه غنم او ۱۰۰ کیلو ګرامه کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې بزګران د اصلاح شویو تخمونو او سرو د وېش له بهیر څخه هرکلۍ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته