امنیت

د هېواد په ختیځ کې د اته تنو داعشیانو وژل کېدل

کابل باختر د سلواغې ۷ مه
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په شاګۍ سیمه کې اته تنه داعشیان وژل شوي دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه داعشیان پرون د بې پیلوټه الوتکې په بریدونوکې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو بریدونوکې د داعش وسله والې ډلې دوه مرکزونه هم دړې وړې شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د دویم فارم په سیمه کې تېره شپه د سیمه ېیزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته وشوه.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مسوولین وايي چې په دې نښته کې یو تن وسله وال طالب وژل شوی دی.
ویل کېږي په دغو نښتو او هوايي بریدونوکې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته