کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د غور ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د فېروزکوه ولسوالۍ له بېلا بېلو کلیو د ۸ لوبډلو ترمنځ د ورزش ودې په نوم د فوټبال سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د اتفاق او امید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اتفاق لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالۍ په پای د سپورټ مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکول شول.