سیاست

که افغانستان وغواړي؛ قزاقستان چمتو دی چې د نظامي وسايلو په ترميم کې مرسته وکړي.

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه
د قزاقستان سفير اومرتای بیتیموف وايي، که افغانستان وغواړي؛ قزاقستان چمتو دی چې د نظامي وسلو په ترميمولو کې مرسته وکړي.
ده دغه څرګندونې نن د اجرائیه رياست د لومړي مرستيال انجینر محمد خان سره د کتنې پرمهال وکړې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
بیتيموف زياته کړه، هېواد يې تل له افغانستان سره دوستانه اړيکې ساتلې دي او په دې وروستيو کې يې د ښوونې او روزنې‎ ترڅنګ، أمنيت او د سرحدي ځواکونو په روزنه کې مرستې کړي او چمتو دی چې د افغان أمنيتي ځواکونو د نظامي وسلو په ترميمولو کې مرسته وکړي.
او که چېرې افغان دولت وغواړي، هېواد یې دې ته هم چمتو دی چې په سيمه کې د تروریزم د لمنځه وړلو په برخه کې له افغانانو سره ګډ نظامي عمليات وکړي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجینر محمد خان د ګاونډي هېواد قزاقستان له سفير څخه د مننې ترڅنګ وويل: تروریزم په ټولیزه توګه یوه نړیواله ستونزه ده، چې نړيوال يې باید په ګډه مخه ونيسي.
ده وويل: مخالفين د ځینو ځواکمنو او سیمه ایزو استخباراتي کړيو له ملاتړ پرته نه شي کولای چې له افغان أمنیتي ځواکونو سره مقابله وکړي، په دې اساس له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې د تروریزم پر وړاندې دمبارزې په لاره کې په صادقانه ډول په خپلو ژمنو وفادار پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته