خبرونهورزش

په غورکې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د باران لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۱۴ مه، باختر
د غور د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پیل شوې سیالۍ د باران لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د غور د بدني روزنې او ورزش آمر مولوي حیات الله توحیدي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې یادې سیالۍ ددغه ولایت د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د ورزش د ودې په موخه ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغو سیالیو کې د ده سبزآشور او کوهستان لوبډلو دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.
ورته وخت کې غوري لوبغاړي د یادو سیالیو د ترسره کېدو هرکلی کوي او د یووالي، همپالنې او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې لپاره یې ګټورې بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته