ټولنه

په پروان کې د لسو پرمختیايي پروژو کاربشپړشو

کابل / د غويي ۱۸ / باختر
په پروان کې د ١٠ پرمختیايي پروژو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار نن باخترآژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د فاتحې سالون، د پوهنتون د محصلانو د لیلیې جوړول، د پروان د دارالعلوم د واټ پخول او څو کرنیزې پروژې شاملې دي چې د جمهوري ریاست د عملیاتي واحدونو د ادارې ، د کرنې وزارت او د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت له بودجې څخه د څه نا څه ۱۵۷ میلیونوافغانیوپه لګښت جوړشوي دي.
د یادونې وړده چې د پروان په مرکزاو ولسوالیوکې د ۹ جوماتونو د محرابونود جوړولوکاردوام لري چې ډیرژربه بشپړشي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته