غزني/ باختر/ د زمري ١٨مه :
په غزني کې تېره شپه د کوماندو ځواکونو په پوځي عملياتو کې ٧ بنديان د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد شول .
د ځانګړو عملياتو د قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ کوماندو ځواکونو دغه بنديان د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ په سليمانزي سيمه کې د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړل.
په خبر کې د ازادو شويو کسانو د هويت په باب څه نه دي ويل شوي .
پاى ذ