خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

غزه کې د یوې بلې عام وژنې پیل، نړۍ پر رفح ښار د برید ننداره کوي

کابل، د غوايي ۱۹ مه، باختر

تبصره

حماس غورځنګ د قطر او مصر له لوري وړاندې شوې د اوربند طرحه ومنله خو اسرایلو یې یو ځل بیا مخالفت وکړ او ورسره سم پر رفح ښار برید پیل کړ. 

رفح ښار له مصر سره نږدې د فلسطیني بې ځایه شویو د راټولېدنې تر ټولو لوی مرکز دی او تر یو میلیون ډېر کسان په کې مېشت دي، دغلته ډېر کوچني بریدونه هم کولی شي زیاته مرګ ژوبله رامنځته کړي.

نو له دې ښکاري، چې د غزې د بشپړ اشغال لپاره د اسرایلو ارادې قوي دي او لکه څنګه چې مخکې مو په یوه تبصره کې دا موضوع روښانه کړې وه، دلته یې بیا یادونه کوم، چې صهیونست رژیم د غزې د بشپړ کنټرول او دغه راز د فلسطینیانو د نورو ځمکو د اشغال ښه کلکه اراده لري، ځکه خو نه د ملګرو ملتونو مني او نه هم د اوربند د ټینګښت په برخه کې د منځګړو هېوادونو په خبره غوږ ګروي.

دوی د غزې د بشپړ اشغال لپاره دومره ټینګه اراده کړې، چې ان د خپلو اسیرانو په اړه هم پام نه کوي او په دې برخه کې د خپلو خلکو لاریونونه هم بابېزه ګڼي.

ښکاره خبره ده، چې اسرایل دغه کړنې د خپلو بادارانو په اشاره او د هغو د وسلو د پلورلو او همدارنګه سیمه کې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د فلسطینیانو د کمزوري کولو او بلاخره د له منځه وړلو لپاره ترسره کوي.

صهیوسنت رژیم د نږدې ۳۵ زره فلسطینیانو په شهادت نه دی ستړی او په ډېر قوت سره دغې چارې ته دوام ورکوي او ګڼ اسلامي هېوادونه یې ننداره کوي.

په کار ده، چې اسلامي نړۍ او تش په نامه بشرپاله کفري نړۍ د اسرایلو د دغه ظلم پر وړاندې راپورته شي او په جدي توګه یې د ظلمونو د دوام او اشغال مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته