خبرونهاقتصادټولنه

په کندهار کې د ۱۰۰ ميليونه ډالرو په لګښت د سمینټو د یوې تولیدي کارخونې د جوړېدو کارونه ۵۵ سلنه بشپړ شوي

کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر

د کندهار ولایت په ښوراندام په سیمه کې د احمد نبي زاده په نوم پر سل جریبه ځمکه د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت په دوو فازونو کې د سمینټو د یوې لويې کارخونې د جوړېدو کارونه په چټکۍ سره روان دي. 

د یادې کارخونې د چارو تنظیمونکي مبین احمد ولي زاده له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل، چې د سمینټو د دې لويې کارخونې د جوړېدو چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوي، چې د لومړي فاز تر بشپړېدو وروسته به ورځني تولیدات ۱۵۰۰ او د دوهم فاز تر بشپړېدو وروسته به یې ورځني تولیدات ۵ زره ټنه وي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغې کارخونې په جوړېدو سره به شاوخوا  ۶ زره کسانو ته په مستقیم او غیري مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د پراختیايي چارو رئیس مفتي علي محمد چې د دې کارخونې د جوړېدو له روانو چارو د لیدنې پرمهال وویل، چې تر راتلونکي یوه کال پورې به د يادې کارخونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زياته کړه، چې د يادې کارخونې په جوړېدو سره به د سمینټو له اړخه افغانستان تر ډېره کچه پر ځان بسيا شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته