خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې دوه زره مېرمنې د لاسي توکو په صنعت بوختې دي

کابل، د غوایی ۱۹ مه، باختر

په بغلان کې ۲ زره مېرمنې د لاسي توکو د صنعت په برخه کې په کار بوختې دي او تولید کېدونکي توکي یې د بغلان سربېره د هېواد پلازمینې کابل او نورو ولایتونو کې پلور ته وړاندې کېږي.

د بغلان مرکز پلخمري کې په باختر مارکېټ کې د میرمنو استازې شیرین محمد وايي، چې په دغه ولایت کې ۲ زره مېرمنې په خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، کلچو جوړولو، کېک پخولو، اشپزۍ، هوټل دارۍ او نورو برخو کې په کار بوختې دي چې محصولات یې د بغلان سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

پلخمري کې د خراسان د کلچو جوړولو د فابريکې مشره زرمینه نوابي وايي، چې تر ۳۰ زیاتې مېرمنې ورسره کار کوي او په اوسنیو شرایطو کې دوی په خورا ډاډ، امنیت او ارامه فضا کې خپل کار ته دوام ورکوي او چارې یې په عادي ډول مخ پر وړاندې روانې دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني وویل، چې په بغلان کې دوی هڅه کوي د لاسي توکو په صنعت بوختو ۲ زره مېرمنو ته د اسلامي امارت د اصولو سره آسانتیاوې رامنځ ته کړي څو نور یې هم کار وده وکړي او د لاسي توکو صنعت په دغه ولایت کې پراخ شي.

د بغلان اوسېدونکي بیا له ټولو خلکو او هېوادوالو څخه غواړي چې د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه دې د بهرنیو توکو پر ځای د مېرمنو له لوري تولید شوو توکو څخه ګټه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته