امنیت

پوليسو ديو موټر چلوونکى چې دطالبانو له خوا تښتول شوى و آزاد کړ.

کابل – باختر دسلواغۍ اتمه :
دکونړ لايت پوليسو پرون هغه سړى چې د طالبانو له خوا تښتول شوى و آزاد کړ.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړچې نيول شوى سړى دقندهار ولايت اوسيدونکى او ديو باروړونکي موټر چلوونکى و چې ٥ ورځې مخکې داسعد آباد ښار له دم کلي څخه وتښتول شو. او پوليسو په ځانګړو عملياتو کې دوسله والو مخالفينو له منګولو څخه آزاد کړ.
په همدې حال کې پوليسو ديوې مخابراتي شبکې ساتوونکى چې څه موده مخکې تښتول شوى و د فارياب ولايت په مربوطاتو کې آزاد کړ.
دغه سړى دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ اوسيدونکى وچې دسلواغې دمياشتې په ٥ نيټه تښتول شوى و او پرون دملي پوليسو دمنسوبينو او ددغه کلي دسپين ږرو دهلو ځلو له امله دمخالفينو له منګولو څخه آزاد کړى شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته