خبرونهاقتصاد

د نورستان مستوفیت تېرکال څه باندې ۶۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د غوایی ۱۹ مه، باختر

د نورستان مستوفیت مسوولین وايي، چې یاد مستوفیت په تېرمالي کال کې ۶۵ میلیونه ۵ سوه زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د نورستان مستوفیت د عوایدو آمر مولوي احمد الله حماد د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د نورو کلونو په پرتله ۱۴۰۲ مالي کال په عوایدو کې ۶۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې، پاسپورټ او ترانسپورټ ادارو له ټاکلي حد څخه زیات عواید راټول کړي چې د ستایلو وړ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته