کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د سرپل ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو نن د دغه ولایت په مرکز کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې یو تن د انسان تښتوونګو له منګولو آزاد کړی دی.
د یاد ولایت والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه وايي چې چې امنیتي ځواکونو نن د غه ولایت په مرکز کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې یو تن د انسان تښتوونګو له منګولو آزاد کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د دغه کس د تښتولو په تور ۱۰ تنه هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د ازاد شوي ځوان وحیدالله کورنۍ او خپلوانو د دغه ولایت له والي، امنیه قومندان او نورو امنیتي منسوبینو څخه مننه وکړه.
باید وویل وشي چې دا په سرپل ولایت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د انسان تښتونې لومړۍ پېښه ده.