ټولنه

پکتیکا پوهنتون د دوهم ځل لپاره يوسلو شپږ شپيته تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړل.

کابل باختر دليندۍ د مياشتې اته ويشتمه
پکتیکا پوهنتون د دوهم ځل لپاره يوسلو شپږ شپيته تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړل.
اړونده مسوولين وايي څلورو بېلابېلو څانګوریاضي فزیک، کیمیا او بیالوژي، اسلامي ثقافت او انګلیسي ادبیاتو له څانګو يو سلو شپږ شپيته تنه فارغ او ټولنې ته دچوپړ په موخه وړاندې شول.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت نويو فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ، د دوی د کورنۍ له غړو څخه مننه وکړه چې تر دې د مه یې دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړې.
وحدت دغه راز فارغانو ته ډاډ ورکړ چې د کاري فرصتونوپه پیدا کولو کې به یې تل په چوپړ کې وي.
ده له فارغانو  څخه وغوښتل چې يواځې د ليسانس په بري ليک بسنه ونه کړي بلکې خپلې زده کړې د ماسټرۍ او دکتورا پورې ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته