کابل / د غوايي ۳۱ مه / باختر
د سرپل د فوټسال د غوره لیک سیالیو لومړی پړاو د دغه ولایت د فوټسال کمېټې په مشرۍ د ۸ ټيمونو په ګډون پیل شوی.
د سرپل د فوټبال فدراسیون رییس عبدالحق فیضي د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ولایت په کچه د فوټسال د لوبغاړو، ښوونکو او د مشهورو داورانو پېژندل دي.
هغه وویل چې اتل ټيم به د شمال زون د فوټسال سیالیو ته هم معرفي شي.
د یادونې وړده چې د سرپل د فوټسال د غوره لیګ سیالۍ پرون پيل شوې او هره ورځ د سرپل د باستان په جمنازیوم کې درې – درې لوبې ترسره شي.
ع