سیاست

د جمهور رييس حكم

کابل – باختر د وږي د مياشتې ١٩مه:
د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د غازي غونډى او قلاون پرکلیو د بهرنیو ځواکونو د هوایي بمبارۍ له امله یوشمېرملکي اوسیدونکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د څیړنې لپاره د هیئت د ټاکنې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حكم!
د روان 1393 لمریز کال د وږی د میاشتې په اتلسمه نېټه، د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د غازي غونډی او قلاون پر کلیو، د بهرنیوځواکونو د هوایي بمبارۍ له امله یوشمېر ملکي اوسیدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
                                                           انا لله و انا الیه راجعون
د دې پیښې د ژورې څیړنې او پلټنې لپاره د جمهوري ریاست د مقام د سلاکار شیر زمان ملګری په مشرۍ د لاندينى هئیت ټاکنه منظوروم:
1. د چارو د ادارې د لوى رياست او د وزيرانو شورا د دارالانشا استازى، پاسوال رحمت الله احمدزی د غړي په توګه؛
2. د ملي دفاع وزارت استازى، برید جنرال محمد صادق د غړي په توګه؛
3. دکورنیو چارو وزارت استازی، سمونوال خان آقا کلیوال د غړي په توګه؛
4. د ملي امنیت د لوی ریاست استازى، دګروال محمد یاسین د غړي په توګه؛
5. د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازى، عبدالمتین اقرار د غړي په توګه.
هیئت ته دنده سپارل کیږي چه د سیمه يیزې ادارې چارواکو، دیني عالمانو، د ولایتي شورا د غړو، مخورو او سپین ږیرو سره په ګډه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي، عوامل یې تشخیص او په دې هکله دې خپل ګډ رپوټ او سپارښتنې ډير ژر د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته