کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
په سرپل ولايت کې دپنځه ويشتو ټولګټو پروژو کار پيل شو .
دسرپل ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس وايي په دغه ولايت کې ددغو پروژو دتطبيق کار دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داوبو رسولودپروګرام له خوا پيل شو .
دسرپل ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس انجنير جاويد جاويد دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو پروژو کې د اوبو رسولو دشبکو جوړول ، دژورو او نيمه ژورو څاګانو کيندل اوله لمريزې انرژۍ څخه داستفادې سيستم شامل دى چې دسانچارک ، ګوسفندي او بلخاب په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې تطبيقيږي .
جاويدزياته کړه ددغو پروژو ټول لګښت په سلو کې دخلکو دلسو په ونډې سره ددغې وزارت له خوا ورکول کيږي .
ده زياته کړه ددغو پروژو دکار په بشپړيدو سره څه دپاسه لس زره کورني دڅښاک په اوبو لاس رسۍ مومي .
داپه داسې حال کې ده چې همدا اوس په سرپل ولايت کې يوسلوشل کلي دڅښاک دروغتيايي اوبو دکمښت له ستونزې سره مخامخې دي .
ختم_ سعيده _ اکرم