خبرونهورزش

په دایکنډي کې د فوټسال سیالۍ د امنیې قوماندانۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۱۵ مه، باختر

د دایکنډي د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې دولتي ادارو او موسساتو ترمنځ  د فوټسال سیالۍ د امنیه قوماندانۍ د لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.

د دایکنډي د بدني روزنې او سپورټ آمر ناصرحقیقت د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه د فوټسال د ودې او دولتي کارکوونکو ترمنځ د ورزش د غوره څېرو پيژندنه ده، چې د موف موسسې صحتمندي لوبډلې د یو پروړاندې په ۴ سره د امنیه قوماندانۍ لوبډلې پروړاندې ماتې وخوړه.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغو سیالیو کې د دولتي ادارو او د دایکنډي له موسسو څخه ۴۰ لوبډلې برخه اخیستې وه.

په ورته وخت کې د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور رییس سید مصطفی صالح له ټولو لوبغاړو وغوښتل چې د لوبو پرمهال انساني او اسلامي اصول ته درناوی وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته