نړۍ

دکريميا په ټاپو وزمه کې د زرګونو تنو روسيې پوځيانو ځاى پرځاى کيدل.

کيف نيوزنو   باختر دکب دمياشتې ١٧
د امريکا د دفاع  وزارت اعلام وکړ چې  روسيې شل  زره تنه ځواکونه دکريميا  په ټاپو وزمه کې ځاى پرځاى کړي  دي .
باختر آژانس د نيوزنو دخبري سايټ  له خولې خبر راکړ  :
دامريکا د دفاع وزارت  ويندوى  جان کربي  وويل چې د ترلاسه شويو شميرنو له مخې روسيې څه دپاسه شل زره تنه ځواکونه د کريميا په ټاپو وزمه کې ځاى پرځاى کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مسکو اعلام وکړ چې يوازې يوولس زره تنه  ځواکونه
چې دسباستپول په بندرکې ددغه هيواد په سمندرى اډې پورې اړه لري په  کريميا کې دي .
له بله  پلوه د اوکراين   نوي    دولت د کريميا په  ټاپو  وزمه کې د ميشتو روسيې ځواکونو شمير ديرش زره تنه  اټکل کړى دى .
په اوکراين کې  وروستي  سياسي بدلونونه   چې په   دغه   هيواد کې د نوي  دولت درامنځته کيدو سبب شول ، مسکو او لويديځ هيوادونه دجګړې په درشل کې دي .
له بله پلوه د کريميا دټاپو وزمې سيمه ييز پارلمان په يوه مصوبه کې له روسيې سره ددغې سيمې ديوځاى کيدو غوښتنه کړې ده  چې دغه اقدام د اوکراين دحکومت او دلويديځو هيوادونو منفي غبرګون سره مخامخ شوى دى .
لويديځ  هيوادونه   په  روسيې باندي دکريميا په  ټاپو وزمه کې  د پوځي لاسوهنې تورلګوي  خو مسکو دغه  تورونه   ردوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته