کابل، د لړم ۲۸ مه، باختر
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د دوو دیني مدرسو د جوړولو او پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د دایکنډي د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مدیر عید محمد علي زاده وویل چې یادې مدرسې د یاد ولایت د پوهنې رییس، د دیني عالمانو، قومي مخورو او د دغو مدرسو د استادانو په شتون پرانیستل شوې او درسونه یې په رسمي توګه پیل شول.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس قاري عنايت الله سهار د يادو ديني مدرسو د پرانیستلو په مراسمو کې په خپلو خبرو کې وويل: د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ښوونيز نظام د پرمختګ او د دغو مدرسو په جوړولو ژمن دی او په دې سره هیله من یو چې د دغه ولایت د خلکو په تعلیم او تحصیل کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت په کچه به ۹۵ نورې دیني مدرسې هم جوړې شي.