کابل باختردتلې د مياشتې ١٢ :
دافغانستان پخواني جمهور رئيس حامدکرزي نن دبلخ ولايت له سرپرست استاد عطامحمد نور سره وکتل.،
دپخواني جمهوررئيس مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې په يوه دوستانه او له صميمت څخه په ډکه فضا کې وشوه دواړو لورو دهېواد دملي مسئلو اوپه سيمه کې دروانو حالاتو په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي دغه راز عطامحمدنور دهېواد يو بريالى والي وباله او په بلخ ولايت کې يې دده دکړو او فعاليتونو له امله مننه او قدرداني وکړه او د ژوندانه په نورو چارو کې يې ده ته دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ