خبرونهټولنه

په دایکنډي او فاریاب کې د ترافیکي پېښو له کبله ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر

د دایکنډي او فاریاب ځايي چارواکي وايي چې نن په دغو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دایکنډي د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي آمر غلام علي جاوېد باختر آژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په الودال سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته مهال د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الدین محمدي باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه د جوزجان د درزاب او فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ ترمنځ په کبوتر کوتل کې د یوې سراچې موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

محمدي زیاته کړه چې د پېښې ټپيان د بلچراغ ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته